د تعليم څانګه د سمدستي پام لرنې وفاقي وزير احسن اقبال سره د چينائي كمپنيو استازو ملاقات


اسلام آباد۔9 مئی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال٬ د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال سيد طارق فاطمي او په چين كښې د پاكستان سفير خليل هاشمي سره په پاور ټرانسمېشن او ډسټري بيوشن كښې پوهه لر,نكو د چينائي كمپنيو استازو په بيجنګ كښې د پاكستان په سفارت ملاقات وكړو۔ د پلاننګ كمېشن لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير او خاص مرستيال سره په ملاقات كوؤنكو كښې د پاور چائنا، ټی بي ای اے لمېټډ او الیکټرک پاور پلاننګ اینډ انجینئرنګ انسټی ټیوټ (ای پی پی ای آئی) استازي شامل وو