اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) پاکستان كښې د امريكې سفير ډېوډ هېل وئيلي دي امريكا به د ترهګرو جال له مينځھ وړلو له پاكستان سره په ګډه كار روان ساتي۔ امريكائي ځواكونه افغانستان كښې افغان همڅنګو سره په ګډه پاكستان كښې د ترهګرۍ بريدونو ذمه واري قبولوونكو ډلو په ضد كاروائي كړې۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري سره ملاقات كښې وكړه۔ امريكائي سفير پاكستان كښې د ترهه ګرۍ ترسره شووز اوسنو بريدونو غندنه كولو سره د شهيدانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده ۔ امريكائي سفير ووئيل امريكا به د ترهګرو نېټ ورك له مينځھ وړلو له پاكستان سره په ګډه كار روان ساتي۔ امريكائي سفير خارجه سېكتر اعزاز احمد چوهدري ته امريكا كښې د پاكستان سفير په حېث په غروه كېدو مباركي وركړه او ده لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک واریر شہزادی