اسلام آباد 21 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره وئېلي دي وفاقي حكومت د وزيراعظم شهباز شريف په خاص هدايات د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير بجټ د تېر كال برابر بېل كړے۔ده د دې امر څرګندونه د نهې په ورځ د يوې غونډې مشري كولو په مهال كړې كومه كښې چې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل٬د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی خالد خورشيد٬د آزاد كشمير د ماحوليات وزير ماجد جدون خان٬د آزاد كشمير د منصوبه بندۍ وزير چوهدري رشيد احمد نه علاوه د كشمير چارو وزارت او آزاد كشمير حكومت او ګلګت بلتستان اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔د غونډې مشرۍ كولو سره د كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره ووئيل آزاد كشمير او ګلګت بلتستان د پاكستان مهمه منطقه ده او مونږ له د سياسي تړون نه بغېر د دې سيمو د حقونو تحفظ كول دي۔ده ووئيل پاكستان دا مهال سختو معاشي ستونزو سره مخ دے۔ده ووئيل وفاقي وزير د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان بجټس نه يوازې محفوظ كړي بلكې په دې كښې اضافه هم شوې۔په غونډه كښې د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان چارواكو د بجټس په اړه خپل تجاويز هم وړاندې كړل۔په دې موقع د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال هم غونډې وېنا وكړه
وفاقي حكومت به د سياسي تړون نه بغېر د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان اولس ته هر ممكنه آسانۍ وركولو له هڅې روانې ساتي۔قمر زمان كائره
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک