اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د نهې په ورځ د ايران سفارت دوره كولو سره د ايران صدر ابراهيم ??يئ??ي٬ خارجه وزير حسېن عبدالهيان او نورو په مړ??نه د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې ده د ايران صدر په مړ??نه د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د غم دړد څرګندونه وكړه۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل ټول قام د ايران د صدر په مړ??نه غمژن دے او د ايران خپلو وروڼو او خوېندو په غم كښ برابر شريك دے٬ د ايران د صدر وفات اسلامي نړۍ ل??ار?? لوئي زيان دے، صدر ابراهيم رئيسي يو نيک ا??سان، عالم او د پاکستان عظيم دوست ٶ، د ھغوي په مرګ اسلامي نړۍ د عظيم لارښود څخه محرومه شوه ۔ په دې موقع لنډ مهاله صدر په پاکستان كښې د ايران سفير رضا اميري مغدم څخه هم ملاقات وكړو ۔ د ايران سفير د غمرازۍ په پېغامونو او د ايران اولس په غم كښې په شريك پاتې كېدو د پاكستاني اولس او حكومت مننه وكړه۔ په دې موقع لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د ايران سفارت كښې د مېلمنو په كتاب كښې د غمرازۍ تاثرات هم قلمبند كړل۔
لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د ايران سفارت دوره٬ د ايران صدر٬ خارجه وزير او نورو په مړينه د غمرازۍ څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا