ډھاکه۔25اکتوبر(اے پی پی) بنګله دېش كښې د پاكستان هائي كمشنر عمران احمد صديقي د بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد سره ملاقات وكړو او هغې ته ئې د وزيراعظم عمران خان لخوا د خېر سګالۍ او ملګرتيا پېغام ورسولو۔ د ګل په ورځ د ترلاسه شوي پرېس ريليز لمخې په بنګله دېش كښې د پاكستان د هائي كمشنر په حېث د ذمه وارو سنبالولو نه وروسته دا د هغه د بنګله دېش وزيراعظمې سره دويم ملاقات وو۔ شېخ حسينه واجد د بنګله دېش اولس او له خپل اړخه پاكستانۍ مشرتابه او اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په ملاقات كښې دوه اړخيزه اړيكو ته په لا وده وركولو اتفاق وكړے شو۔هائي كمشنر وزيراعظمې ته د او آئي سي غونډه كښې ګډون كولو له د ارواښاد وزيراعظم شېخ مجيب الرحمن په كال 1974 كښې د پاكستان دورې فوټو البم وړاندې كړو۔ وزیر اعظمې حسينه واجد د البم په ډالۍ كولو د هائي كمشنر مننه وكړه۔ تر 45 دقيقو روان پاتې شوې دا ملاقات په زړه پورې چاپېرچل كښې وشو۔
د پاكستان هائي كمشنر د بنګله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن