اسلام آباد 17 اګست (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير ش??كت ترين په هېواد كښې د كركيلې ودې او زرعي پیداوار كښې اضافې لپاره د زرعي ترقياتي بانك انتظاميې ته د بانك خاص آپرېشنز فعالولو او موثر كولو لپاره د هڅو هدايت كړے۔ ده دا هدايت د نهې په ورځ د زرعي ترقياتي بانك صدر ش??باز جميل سره په ملاقات كښې كړے۔ د زرعي ترقياتي بانك صدر د خزانې وزير د 30 جون 2021 په ختمه شوې نېټه د بانك د درې مياشتنې زياتې شوې منافع څخه خبر كړو او وې وئېل چې څلور كاله پس بانك منافع كړې۔ ده د خزانې وزير په مشرۍ كښې د جوړې كړې شوې مشاورتي كمېټۍ په لارښودنه كښې په بانك كښې د اصلاحا??و د عمل تائيد وكړو۔ ده د خزانې وزير د بانك آپرېشنز پائيدارې په اړه د شويو اقداماتو څخه خبر كړو۔ د خزانې وزير ووئيل چې ?? اوږدې مودې اقتصادي خوشحالۍ او شرح نمو لپاره زرعي ترقياتي بانك ته د قرضې وركولو دانش مندانه پالېسي٬په كهاتو قابو موندلو ??و د متنوع او اختراعي بينكنګ خذماتو ته به پام كول وي۔ ده ووئيل چې ?? كووېډ وبا د سود په حجم كښې اضافې لپاره د ډيجيټل ټرانسفرمېشن اهميت رامخې ته كړے۔ زيډ ټي بي اېل په هېواد كښې د زرعي قرضونو په اړه لويې بانك دے كوم چې په هېواد كښې په زرعي پیداوار كښې اضافې لپاره وړوكې او غريب كروندګرو ته رعايتي قرضې وركوي۔ده د بانك معاملات په ښه انداز كښې چلولو لپاره د بانك صدر ته د بشپړه مرستې باور هم وركړو۔
د اوږدې مودې اقتصادي خوشحالۍ او شرح نمو لپاره زرعي ترقياتي بانك ته د قرضې وركولو دانش مندانه پالېسي٬په كهاتو قابو موندلو او د متنوع او اختراعي بينكنګ خذماتو ته به پام كول وي۔ د خزانې وزير شوكت ترين د زرعي ترقياتي بانك صدر شهباز جميل سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹوفاسیل