اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو نګران وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی وئيلي دي چې نګران حکومت کومه سیاسی ایجنډا یا سیاسی مینډیټ نه لري ، د قانون وزارت د وضاحت نه پس د صدر مملکت ټویټ څخه پیدا شوې ابهام ختم شوې دې، صدر د ریاست مشر دې، د هغه چوكۍ د تعظیم متقاضی ده، څوك دې هم توقع نه کوي چې مونږ به د صدر د تعظیم په ضد خبره وكړو، قانونی او آئینی ابهام پیدا کولو هڅه وشوه نو نګران حکومت به د آئین له مخې ځواب وركوي، ابهام لري كولو لپاره د نګران حکومت هڅو له سیاسی رنګ نه شي وركړې كيدې۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د اتوار په ورځ قانون نګران وفاقی وزیر احمد عرفان اسلم سره خبري کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔په دې موقع پرنسپل انفارمیشن آفیسر محمد عاصم کھچی ههم موجود ؤ۔ نګران وفاقی وزیر ووئيل صدر مملکت عارف علوی د خپل ذاتی ټویټر اکاؤنټ څخه د پارلیمان د اړخه لېږلې شوي دوه بلونو په اړه ټویټ کړې چې له امله ئې د ابهام صورتحال پیدا شو خو څه ډول زلزله نه ده راغلي، صورتحال ښكاره دې۔ ده ووئيل دا ضروری ده چې د قانونی نکاتو وضاحت وكړې شي،د قانون وزارت د صدر د ټویټ په اړه وضاحت جاری کړې دې نه پس ابهام ختم شوې۔د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو سره نګران وفاقی وزیر اطلاعات ووئيل د صدر مملکت په آئینی چوكۍ د پاتي كيدو خواهش یا منشا علم نه لرم، صدر مملکت د ریاست مشر دې او د هغه لوئ تعظیم دې، څوك دې توقع نه کوي چې مونږ به د صدر د تعظیم په ضد كومه خبره وكړو۔ مرتضیٰ سولنګی ووئيل ابهام لري كولو لپاره د نګران حکومت هڅو له سیاسی رنګ نه شي وركړې كيدې۔ده ووئيل هېواد كښې قوانین او د هغې د نفاذ لپاره ادارے شته، وګړو له حقوق وركولو او آئین او قانون سرلوړۍ لپاره پورا نظام شته۔د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل په مفروضو نه بلكه په حقائق به خبره كوو۔ د صدر د ټویټ څخه پیدا شوې صورتحال وضاحت شوې دې،د قانون وزارت په دې اړه پریس ریلیز هم جاري كړې دې۔ د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل مونږ د آئینی عهدو عزت او احترام كوو ، مونږ په مفروضو خبره نه كوو، صدر مملکت د عملي په اړه كومه تبصره كول نه غوړو او نه هغه له كومه مشوره وركولې شو،دا زمونږ اختیار نه دې۔
نګران حکومت کومه سیاسی ایجنډا یا سیاسی مینډیټ نه لري ، د قانون وزارت د وضاحت نه پس د صدر مملکت ټویټ څخه پیدا شوې ابهام ختم شوې دې، صدر د ریاست مشر دې، د هغه چوكۍ د تعظیم متقاضی ده۔مرتضیٰ سولنګی
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria