اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان سوئېلې كوريا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري۔د سوئېلي كوريا امن٬جمهوريت او خوشحالۍ پلو پېشرفت زړه راښكونكے دے۔د كوريا ملټي نېشنل كمپنو ته د سي پېك په پروژو كښې بشپړه سرمايه كاري كول پكار ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سوئېلي كوريا سفير سوسنګ پيو سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې هغه سره ملاقات كولو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان كوريا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري۔د سوئېلي كوريا امن٬جمهوريت او خوشحالۍ پلو پېشرفت زړه راښكونكے دے٬پاكستان او سوئېلي كوريا د سرد جنګ په مهال د يو بل سره ډېر نزدې پاتې شوي۔پاكستان د كورين جنګ په مهال د سوئېلي كوريا معاشي او مالي معاونت كړے۔ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو د كشمير د لائن آف كنټرول په اړه په مشاهداتي مشن كښې د سوئېلي كوريا د موثر شموليت مننه كوي۔پاكستان سوئېلي كوريا سره خپلو معاشي اړيكو ته خاص اهميت وركوي دا زمونږ د دوه اړخيزه روابط بنياد دے او كوريا سره خپلو تجارتي اړيكو ته د لا ودې وركولو خوښي لرو۔محمد صادق سنجراني ووئيل مونږ سوئېلي كوريا سره په ټولو څانګو كښې روابط ته وده وركول غواړو۔دې مقصد لپاره به د سياسي او پارليماني اړيكو وده مهمه ثابت شي۔ دواړو هېوادونو له به روابطو لپاره پارليمان٬مېډيا او تعليمي څانګو كښې مرستې زياتول وي٬د پارليماني روابط ودې لپاره د دواړو هېوادونو په پارليمان كښې موجود دوست ګروپ زيات فعاله كردار ادا كولې شي۔ده ووئيل تاريخي بدھ مت ورثه او كلتور د دواړو هېوادونو ترمينځه د ژورو اړيكو لپاره ډېر مهم حېثيت لري ۔
پاكستان سوئېلې كوريا سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري۔د سوئېلي كوريا امن٬جمهوريت او خوشحالۍ پلو پېشرفت زړه راښكونكے دے ۔د سېنېټ چيئرمېن
مضمون کا ماخذ : estatisticas dupla sena