اسلام آباد13اپرېل(اے پی پی)د مسلم ليګ(ن)لارښود او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي اعلٰی عدليې د ډپټي سپيكر رولنګ غېر آئيني ګرځولے ٬د پاكستان تحريك انصاف ډېر زمونږ ملګري استعفٰی وركول نه غواړي٬د استعفٰاګانو په معامله دې د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ عمله غېر قانوني كار ونه كړي كه داسې وشوه نو سختو نتيجو سره به مخ شي۔د شورو په ورځ د پيپلز پارټي لارښودې شيري رحمان سره خبري كنفرنس ته وېنا كښې سردار اياز صادق ووئيل اپوزېشن ګوندونو په 9 تاريخ د ډپټي سپيكر په ضد د عدم اعتماد تحريك جمع كړے٬د پي ټي آئي زياتره غړي كوم چې زمونږ ملګري دي هغه استعفٰی وركول نه غواړي٬د ډپټي سپيكر په ضد د عدم اعتماد په تحريك په 16 اپرېل ووټنګ لازمې دے۔ډپټي سپيكر دا مهال لنډ مهاله سپيكر دے٬هغه د قامي اسمبلۍ په چارواكو فشار اچوي چې استعفٰاګانې منظور كړي٬ ده ووئېل د قامي اسمبلۍ عمله دې كوم غېر قانوني كاروائي ونه كړي په دې پاكستان بدنامېږي٬ده ووئېل پي ټي ائې له پكار دي چې هغوي چې په جمهوري او امن ناكه ډول مقابله وكړي۔۔مونږ په قامي اسمبلۍ كښې اكثريت لرو۔ده ووئيل بايد د نېب ټولو افسرانو نامې په اي سي اېل كښې واچولې شي او هغوي څخه د اثاثو په حقله پوښتنه وكړې شي
اعلٰی عدليې د ډپټي سپيكر رولنګ غېر آئيني ګرځولے ٬د پاكستان تحريك انصاف ډېر ملګري استعفٰی وركول نه غواړي٬د استعفٰاګانو په معامله دې د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ عمله غېر قانوني كار ونه كړي۔سردار اياز صادق
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا