اسلام آباد 17 جون (اے پي پي)خارجه دفتر وئېلي دي د هند په حقله د پاكستان په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دے راغلے۔د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ جاري شوي بيان كښې وئېلي دي انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز اسلام آباد كښې د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د هند سره د اړيكو په اړه د وركړې شوي ريماركس د سياق او سباق نه بغېر تشريح كېږي او په ناسمه ډول وړاندې كېږي۔د خارجه دفتر وياند په بيان كښې وئېلي دي پاكستان د هند په اړه خپله پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دے كړے٬ په كومه چې قامي اتفاق رائے قائم ده٬پاكستان تل د هند پشمول ټولو ګاونډيانو هېوادونو سره په مرسته اډانه اړيكو خوښي لرلې۔وياند ووئيل پاكستان د جمو او كشمير بنيادي شخړی پشمول د ټولو تصفيه طلب مسئلو حل كولو لپاره پرله پسې د تعميري او ګټورو خبرو اترو وكالت كړے خو هند د خپلې دښمنۍ او رجعت پسندانه اقدامات څخه ماحول خراب كړے او د امن او تعاون امكانات مخ نيوے يې كړے ۔وياند ووئيل خارجه وزير په 5 اګست 2019 مقبوضه جمو او كشمير كښې د هند غېر قانوني او يو اړخيزه كاروائيو حواله وركولو سره د پاكستان نقطه نظر په واضحه توګه بيان كړے او د هند اقدامات يې د كشمير اولس په حقونو بريد ګرځولے ۔خارجه وزير دې سره سره په هند كښې د زياتېدونكې اسلامو فوبيا هم ذكر كړے كومې چې هند سره معنی وركونكو خبرو لپاره يو غېر سازګار ماحول پېدا كړے
د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د هند سره د اړيكو په حقله ريماركس د سياق او سباق نه بغېر تشريح كولې شي۔د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون