اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير اعظم خان سواتي د كوئټې بمي چاودنې سخته غندنه كولو سره وئېلي دي بمي چاودنه كښې د شهيد شوي پوليس ځوان په شهادت سخت خفه شوے يم۔لوي څښتن دې شهيد له لوړې درجې او ژوبل شوو ته روغ صحت وركړي۔وفاقي وزير ووئيل د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو٬د خوږ وطن تحفظ او دفاع لپاره د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ده ووئيل د رياست مخالف قوتونه د بلوچستان امن٬پرمختګ او د خوشحالۍ عمل له مينځه وړل غواړي۔۔وفاقي وزير ووئيل په وګرو او پوليس چارواكو بريد سره شرخوښو د خپلې بزدلۍ ثبوت وركړے او هغوي به په اولس كښې په يره خپرولو كښې كله هم كاميابه نشي
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا