سلام آباد 11 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي دښمن پاکستان كښې د اړي ګړي راپيدا كولو سازش كوي، د ترهه ګرۍ پېښو خطر شته،ټولي پولي تړلې شوي٬ كوم كډوال پاكستان ته نه راځي،پاکستان د نړيوال سياست مرکز جوړيږي، اوس د كورني سياست لپاره ځائے نشته، اپوزيشن په ختميدو دے، د وسلي لائسنس به په ميرټ وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ اسلام آباد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد په وګړو زور راوړو چې د كورونا په اېس او پيز عمل وكړي ، احتياطي تدابير اختيار کړي، پينډۍ او اسلام آباد كښې د کورونا کيسونه زياتيږي، په نړۍ كښې هم د كورونا كيسونه زياتيږي،مونږ له به د احتياط څخه كار اخستل وي،د كورنيو چارو وزير ووئيل د جمعې او د خالي ورځې رخصتۍ په اړه به اسد عمر او چيف سيکرټري سره خبره كوم۔په پينډۍ كښې د جمعې او اتوار ورځ رخصتي نه ده قبول ۔ مونږ د جمعې او خالي ورځ رخصتي غواړو۔د كورنيو چارو وزير ووئيل اپوزيشن چې څه هم وكړي عمران خان به 5 كاله پوره كوي۔ اپوزيشن چې د آئين او قانون له مخي څه هم كوي هغه كولې شي خو اپوزيشن له عمر له ويړيا مشوري وركوم چې پاکستان كوم چې د نړيوال سياست مرکز جوړيږي اوس پكښې د كورني سياست ځائے نشته۔ معيشت به ښه كولے شي ٬ عمران خان دا ” نه چا له خپله خاوره كارولو له وركوي او نه به څوك كوم مداخلت ته پريږدي” سلوګن اختيار کړے ۔د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل بلاول بھټو په صورتحال نه پوهيږي۔ هغه كه غونډې كوي نو كولې شي۔هغه وئيلي چې دسمبر كښې به عمران خان ځي خو عمران خان چرته هم نه ځي او نه به لاړ شي۔ نواز شريف هم د 16 فروري نه بس فارغ شوے ۔ د هغه پاسپورټ کينسل شوے ۔ده ووئېل شهباز شريف د اي سي ايل څخه د نامي وېستلو اپيل هم نه دے كړے ۔ د وسلي لائسنس په اړه د پوښتني په ځواب ده ووئيل هغه دور ختم شوے كله به چې د ممنوعه بور يو ٬ يو لکهه لائسنس جاري كيدل۔ اوس به داسې نه كيږي۔۔ افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو كار 96 فيصد او ايران سره 48 فيصد بشپړ شوے۔ د پاکستان چټك وسله والي ډلي په پولو مستعد دي۔ پاکستان كښې د اړي ګړي راپيدا کولو هڅي كيږي۔ په پاکستان كښې د ترهه ګرۍ اندېښنه ده۔
دښمن په پاکستان كښې د اړي ګړي راپيدا کولو سازش کوي،د ترهه ګرۍ د پېښو خطر شته، ټولي پولې تړلې شوي
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil