اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو د دوهم سپريم كمانډر محمد بن زېد تماس نيولو سره په لاهور د ترهګرۍ په پېښه كښې د ځاني زيان غندنه كولو سره غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري بيان له مخې د ابو ظهبي ولي عهد د جنورۍ په 20مه نيټه كال 2022 كښې په لاهور كښې د ترهګرۍ د ترسره شوي بريد سخته غندنه كړې ده٬ كوم كښې چې درې كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوې وو۔ ده ټولو ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔ ولي عهد د پاکستان قيادت، حکومت او اولس سره د يوالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په غمرازۍ او د ملاتړ په بشپړه څرګندونه د ولي عهد مننه وكړه۔ د هر ډول ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د پوخ عزم پخلي كولو سره وزيراعظم ووئيل چې د ترهګرۍ په پېښو كښې ككړ كسان به انصاف سره مخ كولې شي۔ وزيراعظم يو اے اي سره د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو٬ په بېلا بېلو فورمونو د مرستې زياتولو او د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو نزدې رابطه جاري ساتلو لپاره د پاكستان د خواهش څرګندونه وكړه۔ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمېنځِه پرله پسې او خواشګوار اړيكې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د ورورولے د اړيكو عكاس دي
وزيراعظم عمران خان سره د ابوظهبي ولي عهد او د متحده عرب امارات د وسله والو ځواكونو د دوهم سپريم كمانډر تماس٬ د لاهور د ترهګرۍ پېښې غندنه
مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر