اسلام آباد 13 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د چين مشرتابه د پاكستان په معيشت د مكمل اعتماد څرګندونه كړې ده كوم چې په درست لوري روان دے، چينائې مشرتابه په پاكستان كښې سرمايه كاري كول غواړي، د چين اوسنې دورې سره د پاكستان او چين اړيكو يو نوے جهت موندلې، پاكستان او چين د ستراتېژيكي شركت د لوري ټاكنه كړې ده، د سي پېك پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې نزدې اړيكو ته وده وركوو، افغانستان د انساني بحران نه بچ كولو لپاره ټول متفق دي، كه حالات خراب شول نو امريكا به هم ستونزو سره مخ كېږي، قومي تشخص او حكومتي اقدامات يو كولو سره د پرمختګ رفتار زياتول كېدے شي، د كورونا مو غوره حكمت عملې سره مقابله كړې، څوك د خوشحالولو په ځائ اصلاحات كول غواړو، د كورونا نه پس د پاكستان معيشت د بهترې په پلو روان دے. وزيراعظم دا خبرې پخوانو سفيرانو او د تهنك ټېنك استازو سره په خپلو خبرو كښې وكړې. وزيراعظم ووئيل چې د اتلسم بدلون نه پس ډېرو ستونزو سره مخ يو، د پېښو ستونزو حل لپاره پرله پسې غونډې كوو، د تذويراتي اړخ په اړه مونږ كليئر يو. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې پاكستان غوره حكمت عملې سره د كورونا وبا مقابله كړې ده. د كورونا وبا نه پس زمونږ معيشت د بهترې په پلو روان دے، په لاك ډاٶن نه كولو سخت تنقيد سره مخ شو، څوك د خوشحالو په ځائ اصلاحات كول غواړو. وزيراعظم ووئيل چې نن نړۍ ډېره په تندې سره بدلېږي، هر يو هېواد خپل امدن زياتولو لپاره خواري كړې، په ټوله نړۍ كښې د لاك ډاٶن د عام وګړي ژوند ځپلے دے. چين په كورونا په غوره انداز كښې قابو موندلې. وزيراعظم ووئيل چې تاسو سره د ملاقات مقصد ستاسو رائې ترلاسه كول دي، نن نړې ډېره په تندې سره بدلېږي. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د چين اوسنې دوره ئې ډېره مهمه وه، زمونږ معيشت په سم پلو روان دے او چينائي مشرتابه په دې د باور څرګندونه كړې ده. وزيراعظم ووئيل چې د افغان اولس مرسته كول د نړيوالې ټولنې شريكه ذمه واري ده، افغانستان د انساني بحران نه بچ كولو لپاره ټول متفق دي، كه حالات خراب شول نو امريكا به هم ستونزو سره مخ كېږي. د چين خپلې اوسنې دوره په اړه وزيراعظم ووئيل چې ده د بيجنګ كاميابه دوره كړې كومه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زياتېدونكې اړيكو په تناظر كښې ډېره مهمه ده. ده ووئيل چې د روسيې اولس مشر ولادي مير پيوټن سره ئې دوه كاله وړاندې په بشكيك كښې ملاقات شوے و، د ملاقات په مهال اولس مشر پيوټن وئيلي و چې په روسيه كښې د اسلاموفوبيا كومه مسئله نشته. وزيراعظم ووئيل چې د چين صدر ته د پاكستان دوره كول و، په كال 2019م ك ښې كورونا راغله او په چين كښې لاك ډاٶن ولګېدو، د لاك ډاٶن نه پس چينائي صدر سره په معاملاتو تفصيلي خبرې شوې دي. ده ووئيل چې په چين كښې چ 400 وزيرانو احتساب شوے، په احتساب كولو د چينائي صدر په شهرت كښې اضافه شوې ده، په چين كښې د پرېكړې نه پس په هغې عمل كېږي. وزيراعظم ووئيل چې چين انفراسټركچر جوړولو سره زمونږ مرسته كړې، بايد په هېواد كښې د څيزونو بيعې يو ډول وي، د اتلسم بدلون نه پس ډېرو ستونزو سره مخ يو. وزيراعظم ووئيل چې ده د چين صدر شي جن پنګ سره د كورونا وبا نه دوه كاله پس ملاقات كړے، دې دوه اړخيزه ملاقاتونو د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژو ته لا قوت وربخښلې. ده د سي پېك په پروژو د كار د كم رفتار تاثر په مكمل توګه رد كړو. وزيراعظم د افغانستان په اړه ووئيل چې په دې معامله په نړيواله ټولنه كښې اتفاق دے، اروپا او د افغانستان ټولو ګاونډي هېوادونو هلته د انساني بحران څخه په بچ كېدو اتفاق كړے او دوي د افغانانو د اثاثو په بحال كولو زور راوړے. امريكا هم په صورتحال پوهه شوې، د ټولو په دې اتفاق دے چې داسې اقدامات دې وكړې شي چې افغانستان انتشار سره مخ نه شي. وزيراعظم ووئيل چې د بيجنګ سرمائي اولمپكس په مهال چينائي اولس د پاكستانې ډلې تود هركلې كړے او د دې نه څرګندېږي چې د دواړو هېوادونو اړيكې څومره ژورې دي. وزيراعظم ووئيل چې د كورونا نړيوالې وبا نړۍ تباه كړې. د اټاليا، هسپانيه او برتانيه پشمول د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو مكمل لاك ډاٶن كړے و ، په دې دوي د سياسي مخالفينو لخوا سختو نيوكو سره مخ شول. د سمارټ لاك ډاٶڼ پرېكړې دفاع كولو سره وزيراعظم ووئيل چې په امريكا، المان او فرانس كښې خلق د لاك ډاٶڼ په ضد سړكونو ته راووتل. په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د سي پېك نورې پروژه پېل كړې شوې، د سي پېك په اړه اول وركنګ ګروپ 7 و كوم چې اوس 11 شوي دي. په سي پېك د كار رفتار نه دے كم شوے، نوے ټرانسيمشن لائن او سړكونه جوړ كړې شوي دي. په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قريشي ووئيل چې د چين ، پاكستان او افغانستان اړيكې به مخ په وړاندې بوځو، افغانستان د معاشي بحران نه بچ كولو لپاره هڅې كوو. ده ووئيل چې د افغانستان په معامله د چين او پاكستان ترمېنځه مكمل همغږي ده، په مارچ كښې به يو ځل بيا د چين دوره كوم، د كشمير مسئلې په اړه د چين او پاكستان دريځ يو دے. خارجه وزير ووئيل چې د چين په دوره كښې په سي پېك تعطل لرې كړے شوے، چينائي تهنك ټېنكس سره ملاقات مثبت و، د چين په دوره د سي پېك په اړه د تعطل تاثر لرې كړې شوے.
د چين اوسنې دورې سره د پاكستان او چين اړيكو يو نوے جهت موندلې. وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس