اسلام آباد 08فروری(اے پی پی) د پيس اينډ كلچر آرګنائزېشن مشرې مشعال ملك وئېلي دي چې عكسي نندارتون د مقبوضه كشمير په اولس د هندي پوځ بربريت او د هندي ظلم او زياتي ګردې نړۍ ته د وراندې كولو مهمه ذريعه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د شورو په ورځ د نېشنل آرټس كونسل تر اهتمام لاندې د عكسي نندارتون په موقع وكړه۔ مشعال ملك ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو لمينځه وړل كېدل٬ رياستي جبر او د مودي سركار ناوړه چالونه نړۍ ته په ډاګه كول بايد اصل مقصد وي۔ دې ووئيل مونږ د مقبوضه وادۍ په يو سب زندان كښې د بدلولو او د تېرو 7 لسيزو څخه د هندي ترهه ګرۍ او د كشميري اولس نسل كشۍ بشپړه غندنه كوو۔ مشعال حسېن ملك ووئيل د كشميري اولس د هڅو په څرګندولو كښې آرټ يو مهم كردار لري ولې چې آرټ د كشمير مسئلې دړد بيانولو سره د هر چا زړه ته رسولې شي۔ دې ووئيل چې اېن سي اے زما په زړه كښې يو خاص مقام لري او زه ټول عمري د دې د دستورو برخه جوړېدو سره اعزاز محسوسوم۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن ووئيل د زده كړو او پیشه ورې تربيې وفاقي وزارت د كشمير كاز په ډاګه كولو له يو مهم چلولے۔ ده په خاص توګه د كشمير كاز رامخې ته كولو كښې د خاص كردار په ترسره كولو د اېن سي اے هڅې وستائېلې۔ ده ووئيل زلمي آزادۍ لپاره د كشميري اولس هڅو څخه خبرول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل فاشسټ مودي حكومت د هندي غاصبانه قبضې لاندې په مقبوضه كشمير كښې ظلم او زياتې روان ساتلې او په مجرمانه ډول د سيمې ډيموګرافي هم بدلولې شي۔ده ووئيل پاكستان به د كشمير ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو ذمه واري ده چې هغه كشمير ته د خپلو قراردادونو له مخې آزادي وركړي او د دا شخړه د كشميري اولس د هيلو له مخې هواره كړي۔ ده په نندارتون كښې د فن پارو ستائنه وكړه او د دې نندارتون په كولو يې د وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر مرتضٰی جعفري مننه وكړه۔ وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر مرتضٰی جعفري وفاقي وزير رانا تنوير او د جمو كشمير لبرېشن فرنټ لارښود محمد ياسين ملك مېرمن مشعال حسېن ملك ته هركلے اووې۔
عكسي نندارتون د هند ظلم او زياتې ګردې نړۍ ته د وړاندې كولو مهمه ذريعه ده۔مشعال ملك
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ