پېنډي 07 ستمبر (اے پي پي) شمالي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو د كليئرنس آپرېشن په مهال د آئي اي ډي په چاودنه كښې دوه ځوانان شهيدان شوي او د ډزو په تبادله كښې يو ترهه ګر وژلے شوے۔آئي اېس پي آر ترمخه امنيتي ځواكونو د شمالي وزيرستان په دوسلي كښې ايريا كليئرنس آپرېشن كولو چې په دې مهال د آئي اي ډي د چاودنې په نتيجه كښې يو پوځي ضياﺀ اكرم عمر 25 كاله(مظفرآباد)او بل مصور خان عمر 20 كاله د باجوړ شهيد شو۔د پاك پوځ ډلو زر تر زره سيمه په خپله ولقه كښې واخسته چې دغسې د آئي اي ډي په ځاے كونكے ترهه ګر ونيسي۔په دې مهال د سختو ډزو په تبادله كښې يو ترهه ګر ووژل شو چا چې د تېښتې هڅه كوله۔په سيمه كښې د نورو ترهه ګرو خاتمې لپاره كليئرنس آپرېشن روان دے
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ