اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري وئيلي دي چې پارلمان مدر آف انسټيټيوشنز دے، چې توهين ئې روان دے ، د پاکستان د اولس د پېسې اجازه يوازې د اولس دا منتخب ايوان وركولې شي، مونږ په ماضي كښې هم يو غېر آئيني اقدام نه دې تسليم كړې او اوس به ئې هم نه منو، يوازې په يوه چيټۍ كار نشي چلېدې٬ د دې ايوان استحقاق مجروج شوې دې٬ د ايوان د استحقاق په كمېټۍ كښې دې د پارلمان د توهين كاروائي وكړې شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال بلاول بھټو زرداري په 90 ورځو كښې الېكشن كولو شق مونږ نه دې مات كړې بل چا مات كړے دے۔ ده ووئيل مونږ په نوي ورځو كښې الېكشن كول يا په بل تناظر كښې د آئين خلاف ورزي نه غواړو، سپريم کورټ د آئين تشريح كولو اختيار لري او نه په آئين كښې د بدلون٬ پيپلز پارټۍ په كال 1973ء كښې آئين وړاندې كړې او مونږ د اتلسم بدلون نه پس آئين بحال كړ٬ مونږ آئين د وفاقي اکائيئ تړلو او صوبو ته د دوي حقونه وركلو لپاره جوړ كړې۔ ده ووئيل پارلمان مدر آف انسټيټيوشنز دے، چې توهين ئې كېږي٬ ده ووېيل ھغه اداره كومې له چې د آئين تحفظ كول دي ھغه څنګه داسې كولې شي چې د پارلمان د ووټ اختيار هېر كړي۔ ده ووئيل د هېواد ټول سياسي ګوندونه غواړي چې د قامي او د څلورو واړو صوبائي اسمبليو الېكش په يو وخت وشي٬ عدليه به په خپل دائره كښې اوسي او پارلمان دې خپله دائره اختيار كښې پاتې كېدو له پرېښودې شي نو د خبرو اترو عمل چلېدې شي۔ ده ووئيل د عدليه په پنجچائيت كښې اولس مذاكرات غواړي٬ نو د دوي كاميابي به ګرانه وي۔ ده ووئيل كه عمران خان غواړي چې تاريخ ئې په ښه ټكو ياد وساتي نو ورله پكار دي چې په ذاتي توګه د مذاكراتو لاره خپله كړي
پارلمان مدر آف انسټيټيوشنز دے، چې توهين ئې كېږي۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په قامي اسمبلۍ كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری