پېنډۍ ۔15اپرېل(اے پی پی)د پاک پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د فوجی فاؤنډېشن ھېډکوارټر دورہ وكړه۔ هغه د 100 بېډ روغتون او فاؤنډېشن نرسنګ سکول پرانسته وكړه۔ د پوځ سرلښكر ته د روانو او د سباؤن بېلو منصوبو او بېلو چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د آئي اېس پي آر له مخې فوجی فاؤنډېشن هېډکوارټر ته په رسېدو اېم ډي او سي اېس او فوجي فاؤنډېشن وقار احمد ملک د پاك پوځ مشر ته هركلے ووے۔ په دې موقعه د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه معياري خذماتو له د فوجی فاؤنډېشن د كاركردګۍ او عزم ستائنه وكړه۔ د خپلې دورې په مهال د پاك پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د 100 بېډ روغتون او د فاؤنډېشن یونیورسټی انسیټیوټ سکول آف نرسنګ پرانسته هم وكړه۔ دا خبره دې ياده وي چې فوجی فاؤنډیشن كال 1954 نه پرله پسې قامي خذمت كوي۔ تېر كال فوجی فاؤنډېشن وفاقی او صوبائی حکومتونو ته د ټېكس ٬ ډيوټي او لېويز په مد كښې نزدې َ175بلین روپۍ ادا كړې كومې چې د پاكستان د وفاقي بجټ نزدې 2.45 فیصد دي۔ د تېرو 10 كلونو په مهال فوجی فاؤنډېشن د ټېکس او ډیوټۍ په مد كښې 13 نيم سوه اربه نه زياتې روپۍ قامي خزانه كښې جمع كړې دي۔ د فوجی فاؤنډېشن 71فیصد ملازمین سویلین او يوازې 29 فیصده ريټائرډ عسكر دي۔ د فوجی فاؤنډیشن موجودہ مېنجنګ ډائرېکټر وقار احمد ملک پخپله سوېلين دے۔ دا مهال د فوجی فاؤنډېشن بېلو منصوبو او كارونو نه 9 ملین وګړي استفاده كوي۔ د تعليم او روغتيا په څانګو كښې د فوجي فاؤنډېشن خذمات د ستائنې وړ دي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د فوجي فاؤنډېشن 133تعلیمی ادارې دي۔ فوجی فاؤنډېشن، د صحت ِعامه 74 مرکزونه هم چلوي۔ د فوجی فاؤنډېشن هېلتھ کئیر سسټم نه استفاده كوؤنكي 80 فيصده رنځوران د غازيانو او شهيدانو خپلوان دي۔
د پاك پوځ مشر د فوجي فاؤنډېشن هېډكوارټر دوه
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná