اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې د ??ئي اېم اېف پروګرام به پايې ته ورسوؤ ، برآمد كوؤنكو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركړؤ٬ ??ئي ټي برآمدات تر 5 اربه آسانۍ سره زياتېدې شي٬ په ګرځنده قرضه كښې ??مې كول لومړۍ ترجيح ده٬ د برېښنا په پېداوار كښې اضافه كولو سره سره دې سره په ??ړوندو مسئلو به قابو موندل وي ٬ د توان بچت لپاره دې كمپائن پېل كړې شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ د معاشي صورتحال په ??ړه مهمه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د خزانې ٬ منصوبه بندۍ او دفاع وفاقي وزيرانو په ??مول د سټېټ بېنك ګورنر ٬ د حبيب بېنك او الفلاح بېنك مشرانو او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ په ??ونډه كښې ??زير اعظم معاشي ډلې ته ښكاره هدفونه وركولو سره ووئيل حكومت به ??ئي اېم سره خپل پروګرام ترسره كوي٬ برآمداتو كښې اضافې لپاره به د اېكسپورټرز مرسته كولې شي او دوئي ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركولې شي۔ په ??ونډه كښې د معاشي صورتحال بشپړ جاج واخستې شو۔ وزيراعظم وئيل دا مهال د ??ئي ټي د برآمداتو حجم 2 اربه ډالره دې كوم چې آسانۍ سره تر 5 اربه زياتېدې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د توان څانګه كښې دې فوري اصلاحات وكړې شي ٬ د برېښنا پېداوار سره سره به مونږ له په ګردشي قرضه هم قابو موندل وي۔ ده هدايت وكړو چې د توان بچت لپاره به د عمومي ??ويو ښه كولو له كمپائن پېل كول وي۔ اولس به خبرولي شي چې توان بچ كول دا مهال قومي ??رورت دے۔ په ??ونډه كښې اندېښنه ښكاره كړې شوه چې د تېرو 4 كلونو په مهال معيشت سخت زيان سره مخ پاتې شو۔ په كال 2018 كښې د جی ډی پی شرح 6.1 فیصده وه خو د معاشي صورتحال ښه كولو په ځائې د تېر حكومت معاشي بد انتظامۍ اكانومي ??مود سره مخ كړه۔ غونډه كښې ??وئيلې شؤ چې په كال 2018 كښې سركاري قرضه 25 ټریلین روپۍ وه كومه چې مارچ 2022 كښې ??ه 42 مياشتو كښې زياتېدو سره 44.5 ټریلین ته ورسېده۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې موجوده حكومت د درې كروړه 30 لكه پاكستاني وګړو مرسته كښې ??عاشي ستونزې حائل كېدو ته نه دي پرېښودلې۔ د دې عزم پخلې وكړې شو چې د سېلاب صورتحال باوجود چې څنګه د غذائي توكو او د نورو ضروري څيزونو قلت رامخې ته نه شو دغسې به هېواد د معاشي ستونزو څخه په ??مه بهر كړې شي۔ وزیراعظم د وفاق د انتظام لاندې ټولو وزارتونو ته هدايت وكړو چې د توان بچت باوري كړي او كفايت شعاري اختيارولو سره په ??رڅونو قابو ومومي۔
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د معاشي صورتحال په اړه غونډه ٬ په ګرځنده قرضه كښې كمې كول اولنۍ ترجيح ده٬ آئي ټي برآمدات تر 5 اربه آسانۍ سره زياتېدې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد