سيالكوټ 30 جنوري (اے پي پي) د ګوجرانواله ډويژن كمشنر سيد ګلزار حسېن شاه د فرورې 5مه نېټه د كشمير يووالي ورځ په بشپړه توګه د لمانځلو هدايت كړے او وئيلي ئې دي چې مونږ به د خپلو مظلوم كشميري خوئېندو وروڼو اخلاقي، سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو سره يو ځل بيا د نړۍ پام په كشميريانو د كېدونكو ظلمونو په پلو راګرځوو. ده ووئيل چې د نړيوالو طاقتونو د ضمير تر راويښېدو او په خاص توګه د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميريانو ته د خپلواكې بنيادي حق ترلاسه كېدو لپاره مونږ خپلو كشميري وروڼو سره يو او مونږ به په هر فورم د هند د ظلم او ستم بشپړه غندنه كوو. دهه دا خبرې د ډويژن ډپټي كمشنرانو سره د وېډيو لنك غونډې په مهال په خپله وېنا كښې وكړې. ده په دې موقع هدايت وكړو چې د كشمير يووالي وړځې په لړ كښې دې په ټولو ضلعو كښې سېمينارونه، تقريري مقابلې، د يووالي لاريونونه او نورې دستورې وكړې شي چې دغسې ټولې نړۍ ته معلومه شي چې مونږ كشميريانو سره يو. كمشنر هدايت وكړو چې دې دستورو لپاره دې د امنيت ضروري اقدامات باوري كړے شي
د ګوجرانواله ډويژن كمشنر سيد ګلزار حسېن شاه د فرورې 5مه نېټه د كشمير يووالي ورځ په بشپړه توګه د لمانځلو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس