اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس سندھ كښې تر ټولو زيات مرګونه شوي ۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه 76 كسان مړه شوي كومو كښې چې 41 په وېنټيلېټرز وو۔ د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر لخوا د جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 1 زر 303 وګړو د كووډ– 19 ټېسټ مثبت راغلے۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال ټول كښې 41 زره 824 ټېسټونه وكړې شول۔ د دې وباﺀ نه تر دې دمه ګرد هېواد كښې 8 لکه 71 زره 669 كسان روغ شوي۔ ګرد هېوا كښې د کووډ۔19 اېكټو كېسونو شمېره 44 زره 236 او د ځپليو 9 لکه 37 زره 434 ده۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د وبا د لاسه په مجموعي توګه 21 زره 529 كسان مړه شوي۔ تر دمه هېواد كښې د کووډ۔19 يو كروړ 37 لکه 5 زره 490 ټېسټونه شوي او د كورونا درملنو له بېلو كړے شوو 639 روغتونونو كښې 3 زره 192 رنځوران داخل دي
د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 1303 نوې كېسونه رپورټ شول ٬ 76 كسان مړه شوي ٬ نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha