اسلام آباد 15اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې پاكستان په افغانستان كښې په بدلېدونكي صورتحال ژور نظر ساتلې، پاكستان به په افغانستان كښې سياسي حل لپاره هڅې روانې ساتي. د اتوار په ورځ د خارجه وزارت وياند زاهد حفيظ چوهدري په خپل يو بيان كښې ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې په بدلېدونكي صورتحال ژور نظر ساتلې. پاكستان به د مسئلې سياسي حل لپاره هڅې روانې ساتي، مونږ هيله لرو چې ټولې افغان ډلې به د كورني سياسي بحران خاتمې لپاره په ګډه كار وكړي. وياند ووئيل چې په كابل كښې د پاكستان سفارت خانه د پاكستان، افغان سفارتي او د نړيوالې ټولنې د قونصل خدمات ترسره كوي. د پي آئي اے د پروازونو په لړ كښې رابطه كاري هم كېږي. وياند ووئيل چې سفارتي شخصيات، د يو اېن اېجنسو، نړيوالو تنظيمونو، مېډيا او نورو كسانو وېزه او پاكستان ته راتګ لپاره د اسانيو وركولو په لړ كښې په خارجه وزارت كښې خاص بين الوزارتي سېل جوړ كړے شوے.
پاكستان په افغانستان كښې په بدلېدونكي صورتحال ژور نظر ساتلې، په افغانستان كښې به سياسي حل لپاره هڅې روانې ساتو. د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج