اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د ماحولياتي پروګرام (يو اېن اي پي) د اړخه د ماحولياتي نظام په بحالۍ كښې د پاكستان د مهم كردار په اعتراف ټين بلين ټري سونامي پروګرام كاميابۍ لپاره د خپلې ډلې د كاركردګي ستائنه كړې۔ د نهې په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم د يو اېن اي پي رپورټ حواله وركولو سره ووئيل په خپله ډله وياړ لرم۔ رپورټ كښې وئيلي شوې چې مونږ د تاريخ د هغه دور څڅه تيريږو په كوم كښې چې مونږ له كار كولو ته اړتيا ده او پاكستان د دې مهمې هڅې قيادت كوي۔ وزير اعظم د سټاك هوم په ويب سائټ شائع شوې يو مضمون هم شيئر كړې دې كوم كښې چې د ماحوليات ښه والې له د پاكستان د مرستې ذكر شوې۔ يو اېن اي پي اسياﺀ او پيسيفك سيمه ايز ډائريكټر Dechen Tsering وئيلي دي چې قدرتي ماحول په لويه توګه د بحالۍ اقداماتو پشمول دس بلين ټري سونامي پروجيكټ د ملګرو ملتونو مرسته كوونكې او ماحولياتي نظام بحالۍ ته ودې وركولو لپاره د پاكستان هڅو كښې مركزي حيثيت لري۔ پاكستان لپاره د يو اېن اي پي كوټلې رپورټ ’’د هېواد قدرتي، انساني او پيدا كړې شوې سرمائے په اړه د خپل نوعيت وړومبې جائزه‘‘ كښې وئيلي شوې جې د پاكستان حكومت قدرتي ماحول بحالۍ په شان اقدامات ښكاره دي۔ مضمون كښې په دې خبره رڼا اچولې شوې چې د ملګرو ملتونو ماحولياتي نظام لس كلني بحالۍ 2021-2030 كښې يو كال تيريدو نه پس پاكستان خپل دس بلين ټري سونامي پروجيكټ راوړاندې كړې چې په دې لړ كښې څه ممكن دي۔ د دې پراجيكټ ترمخه 2019 نه تر دسمبر 2021 تقريباً 10,000 ځايونو كښې په 1.36 مليونه ايكړه رقبه 1.42 بليونه بوټي نال كړې شوې دي٬ پاكستان چې 2021 كښې د ماحوليات نړيوالې ورځ كوربتوب كړې او په خاص توګه د موسمي بدلون منفي اثرات ښكار دې۔ دې پراجيكټ پيل كيدو څخه وړاندې د خوراك او زراعت ادارې (FAO) تحقيق څخه معلوم شوې چې هېواد يوازې 5 فيصده برخه ځنګلې لري٬ د پاكستان حكومت تر 2023 خپلو محفوظ سيمې 15 فيصده زياتولو عزم كړې كوم چې په 2018 كښې 12 فيصده ؤ۔ 2021 په مينځ كښې دا 13.9 فيصده وه
د ملګرو ملتونو ماحولياتي پروګرام د ماحولياتي نظام په بحالۍ كښې د پاكستان د مهم كردار اعتراف كړې، وزير اعظم عمران خان د ټېن بلين ټري سونامي پروګرام كاميابۍ لپاره د خپلې ډلې د كاركردګۍ ستائنه
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز