لاهور 12مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې عمران خان د خپلو سیاسی تماشو ناکامۍ نه پس اوس په مړو سياست كوي، خپل ګنده سياسي کاروبار لپاره دغه تن به څو مياندي ژړوي، عمران نیازی د هېواد امن او امان خرابول غواړي، هغه د خپل اقتدار په ختميدو د سائفر ډرامه كړې كومه چې د هېواد په خارجه پالیسۍ او سفارتی اړيكو اثر انداز شوي،اوس هغه د سائفر په معامله د امریکې څخه بخښني غواړي او صفائی وړاندې كوي۔د اتوار په ورځ ماډل ټاؤن كښې پرېس کنفرنس ته وينا كښې مرېم اورنګزیب ووئيل دا خبره ښكاره ده چې عمران خان هېواد كښې اړې ګړې او هېواد كښې اوور لګول غواړي، تحریك عدم اعتماد په وخت كله چې عمران خان څخه اقتدار لاړو نو هغه د سائفر ډرامه وكړه ، هغه د پاکستان د خارجه پالیسۍ او سفارتی اړيكو ته څومره زيان رسولې۔ده ووئيل د خپل اقتدار په خاطر عمران خان هېواد اوور سره مخ كړې، دې ووئيل هغه خارجه وزارت د خپل مقصد لپاره استعمال كړې، عمران خان چې كله وكتل چې اقتدار ختميدونكې دې نو سرلښكر ته ئې ملازمت كښې د پراختيا كولو وړانديز وكړو،كله چې خبره جوړه نه شوه نو اسمبلی ئې ماته كړه، د آئینی عهدو آئین شکنی ئې كړي۔ده ووئيل آئین د پاکستان دې د عمران خان نه دې، عمران خان د سائفر په ډرامه تر نن د امریکې څخه بخښني غواړي،د هغه د نړيوال سازش ډرامه د امریکې څخه پيل كيدو سره په محسن نقوی ختمه شوه۔ عمران خان اوس وائي چې امریکې كوم سازش نه ؤ كړې، زمونږ حكومت امريكې نه ؤ ختم كړې۔ده ووئيل عمران خان ته په دې ټوله معامله مایوسی شوي ځكه چې دې سره په هېواد كښې افراتفری نه ده خپره شوي،بيا عمران نیازی ووئيل بايد هېواد څلور ټكړې شي۔ده ووئيل دا هغه تن دې چا چې په ډي چوك كښې قبر كينستلو ، چا چې په پي ټي وي بريد كړې ؤ ، د پولیس سرونه ئې مات كړې ؤ۔دې ووئيل د سائفر په ناكامۍ عمران خان د امپورټډ حکومت، رجیم چینج تماشا اولس ته وړاندې كړه۔دې ووئيل كله چې ظل شاه مرګ د پي ټي آئي څخه ښكاره شو نو عمران خان زمان پارك كښې پنډۍ تړلو سره څه كول ؟ د هېواد درې وارې منتخب وزیراعظم نیب او عدالتونو ته وړندې كيدو او د هغه په وړاندې د هغه لور ته هتھکړی لګيدلي، عمران خان غیر د ثبوت شهبازشریف بيا نيولې۔ده ووئيل نیب نیازی ګټھ جوړ شهبازشریف او ټول مسلم لیګ (ن) قیادت د دروغو په مثدمو كښې نيولې ؤ، نن د مسلم لیګ (ن) ټول قیادت عدالتونو څخه په عزت سره بري شوي۔عمران خان پاکستان په درې ټكړو كښې د تقسیمولو خبره كړي،آيا نوازشریف، شهباز شریف هېواد په درې ټكړو كښې د تقسیمولو خبره كړي ؟ په مړو ئې سياست كړې ؟، په رانا ثناالله د منشیات د دروغو مقدمه درج كړې شوي ، عمران خان له به د دې ټولو ګناهونو حساب وركول وي۔دې ووئيل عمران خان د نوي نسل دماغ خراب كړې دي، دا به ډير زر د اولس په وړاندې په ډاګه شي ځكه چې جرم او قتل نه پټېږي ، ظل شاه د قتل څخه تر ټولو زياته ګټه چا ته شوي ؟ د يوې پوښتني په ځواب دې ووئيل عمران خان د آئی اېم اېف لوظنامي په وجه زمونږ لاسونه تړلې شوي ، د معاشی بحران باوجود وزیراعظم محمد شهباز شریف د روژي مباركي مياشت په مهال په ټول هېواد كښې غريبانو له د ويړيا اوړو وركولو سپارښتنه كړې۔د يوي بلي پوښتني په ځواب دي ووئيل پنجاب كښې د دفعه 144 نفاذ د دې تن لپاره ده كوم چې عدالتونه رابللي نو هغه د خپلي ناروغۍ بهانه كولو سره خبره ځنډوي۔
عمران خان د خپلو سیاسی تماشو ناکامۍ نه پس اوس په مړو سياست كوي، خپل ګنده سياسي کاروبار لپاره دغه تن به څو مياندي ژړوي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیره مرېم اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج