لاړکانه 22 اپرېل (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د واړه اختر په موقع خپل پېغام كښې قام له د اختر مباركي وركولو سره وئيلي دي چې اسلامي نړۍ لپاره د پاكستان لخوا د واړه اختر مباركي٬ د ورورولۍ او مينې پېغام دے۔ ده ووئيل لاس په دعا يو چې دا بركتي ورځ زما د وطن پشمول نړۍ لپاره د امن٬ ورورولۍ او خوشحالۍ وسيله وګرځي۔ وفاقي وزير ووئيل چې مونږ دا اختر دې عزم سره لمانځل پكار دې چې د معاشرے نه به د پولرائيزيشن خاتمه كوٶ٬ مونږ ټولو له آئين سره ودرېدل دي كوم چې په حقيقي معنو كښې د پاكستان آئينه دار دے٬ ده ووئيل پاكستان د همغږۍ٬ روادارۍ او مساواتو مسكن جوړولو لپاره مونږ په مېدان كښې كلك ولاړ يو۔ بلاول بھټو زرداري ووئيل په نننۍ ورځ خپل كشميري وروڼه هم ياد وساتۍ او دوي د آزادۍ هلو ځلو كاميابۍ لپاره دعا وكړۍ۔ وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ به د مظلوم كشميريانو په حمايت كښې غږ پورته كوٶ
اسلامي نړۍ لپاره د پاكستان لخوا د واړه اختر مباركي٬ د ورورولۍ او مينې پېغام۔ بلاول بھټو زرداري
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری