پينډۍ 10دسمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه د سيالكوټ چونډه سره نزدې د چنوكي دوره كړې او د ګوجرانواله كور ډلو د ‘وكټري شيلډ’ مشق مشاهده ئې كړې ۔ په دې موقع ده ته د مشق مقاصد، د منصوبه بندۍ پيراميټرز او طرز عمل په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د مشق مقصد د فارمېشن آپريشنل تياريو زياتول چې پكښې د دښمن د اړخه د كومې مهم جوئي په ځواب كښې دفاعي او جارحانه چارې هم شاملې دي۔د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر د پوځي ډلو په تربيتي معيار او پيشه وره قابليت د اطمينان خرګندونه وكړه۔په دې موقع سرلښكر شريكو عسكرو ته په وينا كښې د ميدان په حقيقت خوښۍ او د سخت تربيې په ضرورت زور راوړو۔ ده ووئيل دا ډول مشقونه د پوځ باور زياتولو ، همغږي او جنګي صلاحيت ښه كولو له مرستياله دي۔دې څخه وړاندې د سرلښكر كور كمانډر ګوجرانواله ليفټيننټ جنرل محمد عامر هركلے وكړو۔
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے