اسلام آباد 24 جون(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د قامي اسمبلۍ غړو ملاقات كړے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د سياسي چارو خاص مرستيال ملك عامر ډوګر٬د قامي اسمبلۍ غړي عاصم نذير٬رضا نصر الله ګهمن٬خرم شهزاد او صنعت كار شاهد نذير شامل وو۔په ملاقات كښې د هېواد په سياسي صورتحال٬بجټ كښې اولس ته په رېليف او د صنعتونو آسانۍ او پرمختګ لپاره په شاملو اقداماتو خبرې شوي ۔عاصم نذير وزيراعظم ته د ټېكسټائل څانګې چارو په خاص توګه د موجوده حكومت اقداماتو په نتيجه كښې د ټېكسټائل څانګې ودې ٬ پرمختګ او د برآمدات څانګې كردار په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena