د وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په سفارتي ډګر لويه کامیابي ، د متحدہ عرب امارات صدر پاکستان كښې د 10 اربه ډالره د سرمایه کارۍ کولو باور وركړو


ابوظہبی۔23مئی (اے پي پي )وزیرِاعظم محمد شهباز شریف په سفارتي ډګر لويه كاميابي تر لاسه كړه ٬ د متحدہ عرب امارات صدر پاکستان كښې د 10 ارب ډالره سرمایه کارۍ كولو باور وركړو ۔ د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا څانګې څخه د جاري بیان تر مخه وزیرِاعظم محمد شهباز شریف او د متحدہ عرب امارات صدر شیخ محمد بن زید النهیان تر مينځه ملاقات شوے۔ نائب وزیرِاعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د تجارت وزير جام کمال خان، دفاع وزير خواجه محمد آصف او خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزیرِاعظم سره ملاقات كښې شریک وو ۔وزیرِاعظم د متحدہ عرب امارات صدر سره د شیخ طحنون بن محمد النهیان او د شیخ حزہ بن سلطان النهیان په مړينه غمرازي هم وكړه۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د دوه اړخيزه اړيكو بشمول په سیاسي ، اقتصادي او دفاعي څانګو كښې په مرسته خبرې وشوې۔ وزیرِاعظم د پاکستان متحدہ عرب امارات سره د شراکت دارۍ په خاص توګه انفارمیشن ټیکنالوجي ، د تجدید وړ توان او سیلګرۍ په څانګو كښې د مرستې ودې له د عزم پخلے وكړو۔ وزیرِاعظم په دې مهال د متحدہ عرب امارات په پاکستان كښې د توان، پورټ آپریشنز، غذائي تحفظ، مواصلات، معدنیات، بینکنګ او مالیاتي سروسز په څانګو كښې د سرمایه کارۍ په منصوبو عملدرآمد د باوري كولو عزم څرګند كړو