اسلام آباد۔27فروری (اے پی پی) پاكستان د خپلې خپلواكۍ او سيمه ا??زې سلامتيا د ساتنې د لوظ پخلي كولو سره وئيلي دي د هند لخوا د كال 2019 فرورۍ مياشتې په 26 مه نېټه د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د چارتر خلاف ورزي كولو سره د هند فضائي بريدونو په ضد د پاكستان مناسب ځواب نن څلور كاله بشپړل شوي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د 26 او 27 فرورۍ كال 2019 پېښې د هند جنګي جنون او د پاكستان لخوا د ذمه وارۍ څرګندونه ده۔ پاكستان ګرفتار كړے پائيلوټ امن لپاره د خېر سګالۍ په توګه بېرته لېږلے ۔ وياند ووئيل هند بايد د خپلې ذمه واره رويې د نتيجو څخه ځان خبر اوساتي او په دې خبره ځان پوهه كړي چې پاكستانې اولس د خپلې خپلواكۍ او سيمه ا??زې سلامتيا ساتنې له په بشپړه ډول چمتو دے۔ په بيان كښې دا هم وئيلې ش??ي چې پاكستان د دې باجود په امن سره د پاتې كېدو او د پخوانو شخړو هواري له عزم لري۔ بيان كښی په دې خبره زور راوړلے شوے چې په سوئيلي آسيا كښې امن د ملګرو ملتونو د سلامتي كو??سل اړوندو قراردادونو او د كشمير اولس د خوښې له مخې د جموں وكشمير مسئلې س??له ايز حل سره تعلق لري۔
پاكستان د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د ساتنې د لوظ پخلے كوي ٬ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں