اسلام آباد07 اګست(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې د نيكټا بورډ آف ګورنرز څلورمه غونډه د ګل په ورځ وشوه۔داخله سېكرټري علي مرتضٰی٬د اېف آئي اے ډي جي محسن بټ او د بورډ آف ګورنرز غړو هم په غونډه كښې ګډون وكړو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل چې دا خبره د اطمينان وړ ده چې نيكټا اوس په بشپړه توګه يوه فعاله اداره جوړه شوې ده٬دا امر زمونږ د ترهه ګرۍ مخ نيوي له د كړې هڅو عكاسي ده۔نيكټا اصلاحات بشپړ كړي اوس دا خپل كردار ښه ښه ډول سره ترسره كوي۔ده هيله څرګنده كړه چې نيكټا به د ترهه ګرۍ مخ نيوي وړومبي صف ادارې په توګه كوم كمې نه كوي او ټولې صوبې او نورې اړوند ادارې په دې حكمت عملۍ عملدرآمد كوي۔د خپل ګران هېواد څخه به د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ په مستقل بنيادونو خاتمه كوو۔وفاقي وزير په دې لړ كښې نيكټا ته د بشپړه مرستې باور وركړو۔د نيكټا نېشنل كوآرډينېټر محمد طاهر رائے غونډې ته بريفنګ وركولو سره ووئيل چې د تېرې غونډې پريكړې په بنياد د نيكټا تنظيم سازي تقريبا بشپړ كړې شوې٬د تېر يو كال په مهال نيكټا ډېره متحرك اداره پاتې شوې۔په غونډه كښې د نيكټا په اړه د بېلو پريكړو منظوري وركړې شوې
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله په مشرۍ كښې د نيكټا بورډ آف ګورنرز څلورمه غونډه
مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو