اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي د اسلام آباد په سېكټر I-11/4 كښې سلاټر هاٶس به د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ له مخئ چلولې شي۔ د شورو په ورځ د اسلام آباد په سېكټر I-11/4 كښې د مجوزه سلاټر هاٶس په اړه پېشرفت لپاره د جاج اغستو غونډه كښې د وېنا په مهال ده ووئيل دا به د پاكستان په تاريخ كښې وړومبے سلاټر هاٶس وي كوم چې به ټولې جديد تقاضې ترسره كوي او د اسلام آباد او خوا اوشا سيمو وګړو ته به تازه غوښه وركوي۔ په غونډه كښې د سي ډي اے چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال علي نواز اعوان، پارلماني غړي راجه خرم نواز،د پي پي پي اتهارټۍ سي اي او او نور اړوند چارواكي هم موجود وو۔ غونډې ته ووئيل شول د سلاټر هاٶس ټوله زمكه 8000 زره مربع فټه ده چې پكښې په به ابتدائي توګه په هره اونۍ كښې 15 زره نه زيات څاروي حلالېږي۔ غونډې ته ووئيل شول څاروو لپاره د څرولو په ځاے ګياه ٬ اوبه او نور اړوند سهولتونه هم باوري كولې شي
د اسلام آباد په سېكټر I-11/4 كښې سلاټر هاٶس به د پبلك پرائيوټ پارټنرشپ له مخئ چلولې شي۔ وفاقي وزير اسد عمر
مضمون کا ماخذ : سلور لائونیس 4x ضرب