اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)د بحرين ولي عهد او وزيراعظم شهزاده سلمان بن سلمان بن عيسی وزيراعظم عمران خان سره په ټېليفون په لاهور كښې د ترهه ګرۍ د بريد غندنه كړې او وزيراعظم عمران خان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د عزم پخلے كړے۔د نهې په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د بحرين ولي عهد٬وزيراعظم او ډپټي سپريم كمانډر شهزاده سلمان بن عيسې الخليفه ټېليفوني تماس نيولے۔ ولي عهد د جنورۍ په 20مه نېټه په لاهور كښې د ترهه ګرۍ د بريد سخته غندنه وكړه چې پكښې درې كسان مړه او يو شمېر ژوبل شوي۔ده ځپليو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ژوبل شوو زر روغتيا له دعا وكړه۔ولي عهد د پاكستان اولس٬مشرتابه او حكومت سره د يو والي څرګندونه وكړه۔وزيراعظم عمران خان د بحرين ولي عهد لخوا د مرستې او يو والي سره سره د غمرازۍ او په همدردۍ د هغه مننه وكړه۔وزيراعظم يو ځل بيا د ترهه ګرۍ د هر شكل په ضد مبارزې لپاره د پاكستان د عزم پخلے وكړو۔دواړو لارښودو دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او سيمه ايزو او په نړيوالو چارو په نزدې مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔
وزيراعظم عمرا خان سره د بحرين ولي عهد او وزيراعظم شهزاده سلمان بن سلمان بن عيسي ټېليفنوني تماس٬په لاهور كښې د ترهه ګرۍ د بريد غندنه
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن