اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د تعليم او پيشه وره تربيي وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د پاكستان ډيموكريټك موومنټ (پي ډي ايم ) غير فطري اتحاد خپل منطقي انجام ته رسيږي،اولس د هغوي بيانيه مسترد كړې ،ډير زر به څه لږه ډيره پېژندګلي هم ختمه شي۔ د شورو په ورځ نجي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اپوزيش انتشار راجوړول غواړي خو هغه به مايوسۍ سره مخ كيږي، پي ډي اېم كښې شامل ټول ګوندونه د خپلو خپلو مفاداتو لپاره يو شوي ۔ ده ووئيل د پي ډي اېم وجود ختم شوے،حكومت پارليمنټ كښې د قامي ګټې پشمول په ټولو چارو د اپوزيشن سره خبرو اترو له سنجيدہ دے۔ شفقت محمود ووئيل حكومت د انتخابي اصلاحات په چارو پارليماني كمېټي جوړولو له هم چمتو دے، كه د حكومت او اپوزيشن ترمينځه قومي مذاكرات كامياب شي نو دې سره به جمهوريت ته وده ترلاسه شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے