مکہ مکرمه ۔11جون (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري مسجد الحرام كښې د خپل افغان همڅنګ سره د حرمېن شريفېن چارو صدر شېخ عبد الرحمن السدېس او د كعبې امام شېخ صالح بن عبد الله بن حميد سره ملاقات كړے۔ سعودي عربستان كښې د ‘‘افغان قیام امن ’’ په سرخط د دواړو هېوادونو علماﺀ كرامو په كامياب كنفرنس د وزيراعظم مننه كړې او تلپتاتي امن لپاره بشپړه مرستې له ئې د خپل عزم د پخلي پېغام وركړے۔ په دې مهال پیر نور الحق قادری ووئېل پاكستان كښې امن د افغانستان امن سره تړلے دے۔ د پاكستان علماﺀ او مشائخ به افغانستان كښې امن او استحكام او مذاكرات لپاره خپل فعاله كردار روان ساتي۔ شېخ السدېس وئيلي دي سعودي عربستان به د خادم حرمېن شریفېن شاہ سلمان بن عبد العزیز په مشرۍ كښې افغانستان كښی بشپړ امن له خپل كردار ترسره كوي۔ هغه ووئېل خپل ګاونډي هېواد كښې امن په ځاے كولو له د پاكستان كردار د ستائنې ور دے۔ د ملاقات په اخر كښې شېخ عبد الرحمن السدېس د پاكستان او افغانستان امن، پرمختګ او سوكالۍ له خصوصي دعا وكړه۔ د ملاقات نه وړاندې دواړو لارښودو خپلو خپلو پلاويو سره مسجد الحرام كښې د جمعې مونځ ادا كړو۔
د وفاقي وزير پير نور الحق قادري ٬ د هغه افغان همڅنګ د شېخ عبد الرحمن السدېس او د كعبې امام شېخ صالح بن عبد الله بن حميد سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha