اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د غربت د كمي او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشر په مشرۍ كښې د نېشنل بينك ډلې سره غونډه وشوه۔د غونډې مقصد د احساس راشن رعايت له مخې د كريانه دكاندارانو د روان رجسټرېشن جائزه اخستل وو۔په غونډه كښې د نېشنل بېنك صدر٬د نېشنل بېنك چيف ډيجيټل آفيسر٬سېكرټري٬د سماجي تحفظ ډويژن اېډېشنل سېكرټري ګډون كولو۔په غونډه كښې د ټول هېواد څخه د نېشنل بېنك 500 افسرانو هم ګډون كولو۔ ډاكټر ثانيه نشتر په دې موقع ووئيل د نېشنل بېنك٬ د ضلعي انتظاميې په هڅو د كريانه رجسټرېشن شمېره په اونۍ كښې د 300 څخه 3 زره ته رسېدلې۔ په دې مهال ډاكټر ثانيه نشتر د نېشنل بېنك كاركردګي ستائېلو سره د كريانه دكاندارانو تصديق او د اكاؤنټ پرانستلو پړاؤ لا تندولو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس