لندن 31 مئي (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي د برتانيه خپل همڅنګ جېمز کليورلي سره ليدلي۔ په دې موقع د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام او د مسئلو په مشتركه توګه حل لپاره په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ داخله وزير محسن نقوي ووئيل چې دواړه هېوادونه د اوږدې مودې شراكت دار دي او په اولسي او حكومتي كچه يۍ رابطې بې مثاله دي۔ په دې موقع د برتانيې داخله وزير ووئيل برتانيه پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ افغانستان څخه د برتانيې وګړو په انخلاء كښې د پاكستان د كردار ستائنه كولو سره داخله وزير ووئيل چې په برتانيه كښې د مېشته پاکستانيانو كلتوري٬ سماجي او اقتصادي څانګو كښې شراكت ډېر اهم دے۔ په دې موقع برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر ډاکټر محمد فېصل ، پاکستان كښې د برتانيه هائي کمشنر جين ميريټ او د برتانيې د داخله وزارت لوړ پوري موجود وو۔
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil