اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) د سپين خارجه وزير جوزے مينوئل البر به(نن)د جمعې په ورځ د پاكستان دوره كوي۔د خارجه دفتر وياند ترمخه د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه به د افغانستان په تازه صورتحال خبرې كېږي۔د پلاؤيو په كچه په خبرو كښې به په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه شامل وي۔پاكستان او سپين په زړه پورې اړيكې لري٬د اروپائي ائتلاف او د ګڼ اړخيزه فورم په تناظر كښې سپين په اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان درېم لويې تجارتي شراكتدار دے۔خارجه وزير البرز دوره به په سيمه ايزو او نړيوالو مسائلو همغږي زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د نزدې اړيكو لا قوي كولو لپاره هم مرستياله وګرځي۔
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل