اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د كووېډ 19 وبا نړيوال معاشي نظام تباه كړے ٬مونږ له نوې نړۍ ته په احتياط او دوراندېشۍ داخلېدل دي۔د زيارت په ورځ نسټ انسټي ټيوټ آف پالېسي اسټډيز كښې د “ويژن اېف او تل پاتي امن”جامع او شريك پرمختګ لپاره د سفارتكارۍ په موضوع دستورې ته د وېنا كولو په مهال خارجه وزير ووئيل “ګڼ اړخيزه سفارتكارۍ”پشان اصطلاح د نوو رجحاناتو او حقائقو عكاسي كوي۔نړۍ كومه چې څو لسيزه وړاندې وه اوس د هغې څخه ډېره مختلف ده٬سفارتكاري اوس يوازې د رياستونو ترمينځه نه ده پاتې شوې۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې مونږ خپل سفارتي مقاصد په دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه توګه فعاله او په مستقل توكه وړاندې بوتللي۔مونږ ټولو منطقو٬لويو طاقتونو او كليدي شراكتدارو سره اړيكې مستحكمې كړې دي
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔