اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي)د توان وفاقي وزير انجنيئر خرم دستګير وئيلي دي د برېښنا بيعې زياتولو بې بنسټه ډنډورې كېږي، وفاقي کابينې د نيپرا د 7 روپۍ 91 پيسې د برېښنا ګرانولو سفارش منظوري نه ده وركړې، په راتلونكو 12 مياشتو كښې به د لږې نه لږه 5 زره ميګا واټ برېښنا په سسټم كښې شامله كړې شي،تربيلا ډيم كښې په زيات مقدار د اوبو جمع كيدو سره د برېښنا پيداوار زيات شوے ، د لوي آختر او بيا دې نه پس به په لوډ شيډنګ كښې 50 فيصده كمے راشي، افغانستان څخه به سكاره درآمد كولې شي،د آختر نه پس به د پاکستان د اعلي كچې پلاوې افغانستان ته ځي چې پكښې 24 ساعته د سكرو درآمد استدعا کولې شي، د پاکستان افغانستان ترمينځه د تجارتي اړيكو زياتولو به يو نوے دور پيل شي، نيلم جهلم پاور پراجيکټ كښې تعطل راغلے ،دا يوه مشکل منصوبه ده، تعطل به ولټولے شي۔ده د شورو په ورځ پي آئي ډي كښې خبرې کنفرنس ته وينا كوله۔وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير ووئيل تيرو 5 ورځو كښې تربيلا ډيم ته زياتې اوبه راغلې،01 جولائي باندې 1125ميګاواټ پيدوار ؤ ٬ په دې كښې زياتوالے راغلے ، ده ووئېل دا مهال د برېښنا شارټ فال د 4 نه تر 5 زره ميګاواټ دے ٬ په دې كښې به 50 فيصده کمے راشي، د موسم ښه والي په وجه طلب كښې څه نه څه كمے راغلے،انشاالله د لوئ آختر په مهال به د پاکستان اولس لوډ شيډنګ كښې واضحه کمے محسوس كړي۔ده ووئيل کراچۍ كښې د نيوکليئر پاور پلانټ ريفلنګ عمل روان دے،په دې كښې تندي راوستل ممكن نه ده ،هيله لرو د لوئ آختر څخه وړاندې به نوره 1100ميګاواټ برېښنا په سسټم كښې شامله كړې شي
وفاقي کابينې د نيپرا 7 روپۍ 91 پيسې د برېښنا ګرانولو منظوري نه ده وركړېد توان وزير خرم دستګير پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن