اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) پاکستان مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د هند د احتساب د غوښتنې پخلے ك??لو سره وئيلي دي د تېرو دريو ??سي??و په مهال هندي ځواكونو د حراست په مهال تر اوسه د 7 زره نه زيات كشميريان شهيدان كړي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ خپل اوونيز بريفنګ كښې د مقبوضه کشمير په ضلع پلوامه كښې په پوليس سټيشن كښې د يو كشميري د وژ??ې په پېښه تفصيلي خبرې وكړې۔ دې ووئيل دا د خپل نوعيت وړومبۍ پېښه نه ده ځكه چې د تېرو دريو ??سي??و په مهال په مقبوضه کشمير كښې په حراست كښې د شوو وژ??و شمېر د 7 زره نه زياته شوې۔ دې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشمير كشالې سپېځلې او سوله ايز حل لپاره د کشميريانو د پرله پسې سيا??ي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ پخلي ك??لو سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د 182 غړو د اكثريت په ملاتړ كال 26-2025 مودې لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث د پاكستان په انتخاب رڼا واچوله٬ دې د غړو په خاص توګه د ايشيا پيسفك ګروپ په باور د هغوي مننه وكړه۔ وياندې ميډيا ته ووئيل پاکستان به په سلامتي کونسل كښې د شخړو سوله ايز هواري٬ د يو اړخيز طاقت كار??لو مخالفت٬ د هر ډول ترهه ګرۍ مقابله٬ د ملګرو ملتونو د امن هلو ځلو ملاتړ٬ سيمه ايز او د نړيوالو بحرانونو حل او د جمهوريت٬ سپېځليتيا او احتساب ته په وده ورك??لو كښې خپل كردار لوبوي۔
پاکستان مقبوضه كشمير كښې د 7 زره كسانو په زېر حراست وژنې د هند د احتساب مطالبه وكړه
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ