اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د موسمياتي بدلون کوآرډینېټر رومینه خورشید عالم وئيلي دي چې پاكستان د موسمياتي بحران فوري او همت سره د مقابلې كولو عزم لري٬ پاکستان د نړيوال كاربن يوازې يو فيصد اخراج كوي او موسمياتي بدلون څخه تر ټولو زيات ځپلې كېدونكو هېوادونو كښې په 5م لمبر دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ دلته د تلپاتي پرمختګ هدفونو په اړه قامي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د هېواد بېلې سماجي اقتصادي څانګې ګلوبل وارمنګ سره مخ دي په دې كښې د كركيلې ٬ توان ٬ اوبو ٬ روغتيا او زده كړو څانګې شامل دي۔ دې ووئيل اوږده اوسخته اوچكالي او سېلاب د كركيله څانګې ته زيان رسوي۔ هېواد ته د كال 2022 تباهي خپرونكي سېلاب د لاسه 30 اربه څخه د زياتو ډالرو زيان وشو٬ پاكستان د افراط زر په څير اقتصادي چېلنجونو سره مخ دے۔ دې ووئيل تر كال 2030 موسمیاتی فنانس كښې 348 ارب ډالر ته اړتيا ده۔ دې ووئيل محدود بجټ او تكنيكي وسائل كارولو سره مونږ مهم پېشرفت كړے دے او مونږ د موسمياتي بحران فوري او همت سره د مقابلې كولو عزم لرؤ۔ دې د پاکستان کلائمېټ چېنج اتھارټی جوړولو ذكر هم وكړو كومه چې د ماحولياتي چېلنجونو په فعاله توګه د مخنيوي صلاحيت مضبوطوي۔ دې ووئيل پاكستان د موسمياتي بحران فوري او همت سره د مقابلې كولو عزم لري او مونږ ټولو لپاره د يو تلپاتي او روښانه سباؤن لپاره كار كوو۔
د وزيراعظم د موسمياتي بدلون كوآرډينېټر رومینه خورشید عالم د تلپاتي پرمختګ هدفونو په اړه قامي غونډې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil