اسلام آباد 19 دسمبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د چين په ګانسو او چنګهائي ولايتونو كښې د راغلې زلزلې په نتيجه كښې په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده ۔د نهې په ورځ د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده د زلزلې په نتيجه كښې په حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه او وې وئېل د پاكستان اولس په دې سخت وخت كښې د چين اولس سره برابر شريك دے۔ده ووئيل چين او پاكستان د يو بل په سخت وخت كښې ملګرتيا كړې٬پاكستان پخپله هم د زلزلې تباهۍ څخه تېر شوے ځكه د پاكستان اولس د چين اولس د زلزلې له امله ورمخې ته شوو ستونزو نه ښه خبر دے۔
مضمون کا ماخذ : loteria estadual