اسلام آباد 09 مارچ (اے پي پي)بيګم ثمينه عارف علوي په مېرمنو زور راوړے چې هغوي د معيشت د سباؤن په توګه د انفارمېشن ټېكنالوجۍ اهميت له مخې په دې څانګه كښې خپل ځان لپاره موقعې ولټوي٬په آئي ټي كښې پوهه د پاكستان لپاره خپل معيشت ښه كولو او د برآمدات زياتولو په هڅو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔د زيارت په ورځ پي اے اېف بيس نور خان كښې د فضائيه بلقيس كالج آف ايجوكېشن مېرمنو 30كانووكېشن دستورې ته وېنا كولو په مهال دې ووئيل د هېواد پوهنتونونو ته د سائبر سکیورټی، آرټیفیشل انټیلی جنس، کلاؤډ کمپیوټنګ او ډېټا اینالیټکس ته د پام كولو ضرورت دے ځكه چې نړۍ ته په دې څانګو كښې د هنرمنده پیشه وره كسانو ضرورت دے ۔بيګم ثمينه علوي ووئيل د زياتو نه زياتې كمپنۍ٬كاروباريانو٬حكومتونو او نجي ادارو د ورځو په معمولات كښې آئي ټي ټولز خپل كړي او په سباؤن كښې به نورې هم كمپنۍ ډيجيټل ذريعو پلو مخ په وړاندې ځي۔دې ووئيل په آئي ټي كښې پوهه د پاكستان لپاره خپل معيشت ښه كولو او د برآمدات زياتولو په هڅو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔دې ووئيل مېرمنې دې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې خپل ځان لپاره موقعې ولټوي۔په دې موقع ګريجويټس له مباركي وركولو كښې دې ووئيل د تعليم په ترلاسه كولو كښې د هغوي سفر ختم نه بلكې د تجرباتو سره د زده كړې يو جاري عمل دے٬دې مېرمنې د هېواد يوه مهمه برخه وګرځوله او په هغوي ئې زور راوړو چې علم په عملي ژوند كښې د خپلو ښو صلاحيتونو له مخې استعمال كړې ٬م دغس ېېرمنې دې په خپل علم كښې اضافه وكړي او په خپله پیشه كښې دې پوهه ترلاسه كړي او هغه دې د ټولنې ښه والي لپاره وكاروي۔بيګم ثمينه عارف علوي نوموړو زده كوونكو له مېډلز وركړل او د ايئر يونيورسټۍ وائس چانسلر ايئر مارشل جاوېد احمد ګريجويټس ته ډګرې وركړې
مېرمنې دې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ په څانګه كښې ځان له موقعې ولټوي۔د بيګم ثمينه عارف علوي د فضائيه بلقيس كالج دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام