اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان په سمګلنګ كښې د ككړو عناصرو په ضد د سختې كارروائې كولو هدايت كړے. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرې كښې د قاچاق مخ نيوي لپاره د حكومتي اقداماتو په لړ كښې د لوړې پاې غونډه وشوه. په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير ډاكټر عبدالحفيظ شېخ، د اطلاعاتو وزير شبلي فراز، د تجارت سلاكار عبد??لر??اق داٶد، د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر، د محصولاتو خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود خان، د كامرس، پېټروليم، بحري چارو او د كورنيو چارو د ډويژن سېكرترانو، د اېف بي آر چيئرمېن او اعلٰي سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې صوبائي چيف سېكرترانو ، د فرنټيئر كور خېبر پښتونخوا او بلوچستان آئي جي صاحبانو هم د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو. غونډې ته ??وئ??ل شول چې د قاچاق كېدونكو تېلو د خرڅ په وجه معيشت ته هر كال د 100 نه تر 150 اربه روپې زيان رسي. غونډې ته ??وئ??ل شول چې په دې وخت كښې په هېواد كښې 2049 پېټرول پمپونه د سمګل شويو تېلو په خرڅولو كښې ككړ دي. وزيراعظم ??وئ??ل چې د قاچاق په وجه د هېواد معيشت ته لوي زيان رسي. د قاچاق مخ نيوي اقداماتو په نتيجه كښې به محصولات زياتول وي كوم به چې په غريب اولس خ??څ كړے شي. وزيراعظم هدايت وكړو چې په قاچاق كښې د ككړو عناصرو په ضد دې سخت اقدامات وكړے شي.
وزيراعظم عمران خان په سمګلنګ كښې د ككړو عناصرو په ضد د سختې كارروائې كولو هدايت وكړو
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات