اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بهټو زرداري د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيرس د پاكستان دوه ورځنۍ دورې په موقع خارجه وزارت ته رسېدو هركلے كړے۔په دې موقع د خارجه وزارت سينئر چارواكي هم موجود وو۔د دې نه پس خارجه وزير بلاول بهټو زرداري او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل شريك كنفرنس ته وېنا وكړه۔انتونيو ګوتيرس د سېلاب ځپلي پاكستان اولس سره د همدردۍ او يووالي لپاره د پاكستان په دور راغلے۔هغه به د سېلاب ځپليو سيمو هم دوره كوي۔د دې څخه وړاندې هغه په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف او خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره ملاقات وكړو
مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری