اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د ماليزيا د وزيراعظم د پاكستان دور?? په پاك-ماليزيا اړيكو كښې د يو نوې باب پېل ګرځولو سره وئيلي دي چې د پاک – ماليزيا تج??رت ودې سره به د دواړو هېوادونو په برامداتو كښې اضافه او د روزګار نوې موقعې پېدا شي٬ مونږ د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم پاکستاني اولس او حكومت لپار?? په نېكو هيلو د زړه له كومي مننه كوٶ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس پريس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم د پاكستان خپله درې ورځنۍ دوره بشپړولو سره خپل هېواد ته ستون شوې۔ وزيراعظم شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د تج??رت وزيرجام کمال خان د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم او د ھغه پلاوې په نور خان ايئر بېس رخصت كړو۔ پ?? دې موقع د ماليزيا د وزيراعظم د درې ورځنۍ دورې عكسونو البم هم مېلمه ته وړاندې كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او ماليزيا ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكې دي ك??مې چې په لسيزو محيط دي، د ماليزيا وزيراعظم سره د پاك-ماليزيا اړيكو په لا مضبوطولو سلا يوه شوې۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم د علامه اقبال مداح دے او دا پاكستان لپاره د فخر خبره ده، د پاکستان اولس او حكومت لپار?? په ښه ټكو او نېكو هيلو د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم زړه له كومي مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په پاك- ماليزيا بزنس فورم كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تج??رت ته وده وركولو لپار?? په زړه پورې پېشرفت شوے، د پاکستان ماليزيا سره د تج??رت ودې سره به د هېواد برامدات زيات او د روزګار نوې موقعې ېپدا شي۔ ده ووئيل د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان دوره پاك-ماليزيا اړيكو كښې د يو نوې باب پېل ثابت شوې، د دواړو هېوادونو ترمېنځه تج??رت او د سرمايه كارۍ ودې لپاره د مفاهمتي ياددښتونو او لوظنامو تبادله شوې۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان ماليزيا ته د پراسېسډ غوښې او وريژو په برامداتو كښې اضافه او طريقه كار به اسانولې شي، د دواړو هېوادونو ترمېنځ?? په انفارميشن ټيکنالوجي كښې په مرسته او اليکټرك ګاډو تيارولو او تج??رت كښې په زياتوالي هم سلا يوه شوې ده۔ د دورې په مهال د ماليزيا وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف سر?? په وزيراعظم هاؤس اسلام آباد كښې ملاقات كړې چرته چې د دوي تود هركلے شوې٫ وزيراعظم شهباز شريف او د ماليزيا وزيراعظم انور ابراهيم په پاکستان ۔ماليزيا بزنس فورم كښې هم ګډون كړې٬ د ماليزيا وزيراعظم ته د پاكستان صدر آصف علي زراري لخوا نشان پاکستان هم وركړے شوے
د وزيراعظم انور ابراهيم د پاكستان دوره په پاك-ماليزيا اړيكو كښې يو نوے باب ثابت شوے۔ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز